د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په کابل کې د ودونو تالارونو ته امر کړی چې د سندرو له خپرولو کلکه ډډه وکړي.
د طالبانو د امرباالمعروف وزارت چارواکو د هوټلونو له مالکانو سره په یوې لیدنه کې هغوی ته ویلي، چې په جدي توګه دا امر تطبیق کړي.
د طالبانو حکومت ویلي چې موسیقي په اسلام کې د دوی په خبره جواز نهلري نو ځکه اجازه نه ورکوي چې په ودونو کې سندرې خپرې شي.
تېر کال هم طالبانو د هوټولو مالکانو ته سپارښتنه کړې وه چې له موسیقۍ ډډه وکړي، خو دا حکم د راپورونو له مخې په هر ځای کې پلی نهشو.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته، ډېرو هنرمندانو او ساز غږوونکو افغانستان پرېښود او په غربي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنه وکړه.
هغوی چې په افغانستان کې پاتې هم دي له سختیو او محدودیتونو سره مخ دي.