نن افغانستان له ايران سره لوبه کوي.
د دوی لوبه د منځنۍ اسیا د فوټبال ملتونو د اتلولۍ جام په لړ کې پلان شوې.
لوبه د قرغزستان د پلازمېنې بشکیک په دولن امورزاکوف سټډیوم کې د کابل په وخت د ماښام په اووه نیمو پيلېږي.
افغانستان داسې وخت له ایران سره چې په سیمه کې له قوي لوبډلو ده مخ کېږي، چې خپله لومړۍ لوبه یې یو پر صفر بایللې.
د افغانستان سر روزونکي عبدالله المطیري د لومړۍ لوبې پر مهال د لوبغاړو د ایستلو په خاطر له ایران سره په لوبه کې محروم دی او پر ځای یې حمیدالله یوسفزی د افغانستان د ټیم روزنګري یا لارښوونه په لاس کې لري.
حمیدالله یوسفزي وویل چې افغان لوبډله د ایران په وړاندې چمتو ده او هڅه کوي چې ښه لوبه ترسره کړي.