د ايټاليا پخوانی صدراعظم 'سلفيو برلوسکوني' د ۸۶کلونو په عمر ومړ

د ایټالیا پخوانی صدراعظم سلفیو برلوسکوني چې نن ومړ.

ایټالوي رسنیو د ایټالیا د پخواني صدراعظم سلفیو برلوسکوني د مړینې خبر ورکړی.

میلیاردر سوداګر برلوسکوني مخکې له دې چې د سیاست ډګر ته ننوځي د ایټالیا د رسنیو تر ټولو لویه کمپنۍ جوړه کړه.

د رسنیو د راپورونو له مخې برلوسکوني چې د څه وخت لپاره یې د وینې د سرطان ناروغي لرله او په دې وروستیو کې د سږو ناروغي هم ورته پیدا شوې وه، نن د ۸۶ کلونو په عمر مړ شو.