د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، د اسلاماباد او مسکو د نوي تړون له مخې، د روسیې د خامو تېلو لومړنۍ جوپه د کراچۍ بندر ته ورسېده.
دا د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي څپرکي له پیله د روسیې د خامو تېلو لومړنۍ جوپه یا محموله ده چې پاکستان ته رسېږي.
شهباز شریف یکشنبه ناوخته په یوه تویټ کې دغه خبره کړې او د روسیې د دې ګام هرکلی یې کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په تخفیف سره پاکستان ته د روسیې لهخوا تېل ورکول له اقتصادي پلوه له اسلاماباد سره مرسته کوي.
پاکستان دا مهال له اقتصادي پلوه بدې ورځې ګالي ځکه چې د پورونو د ورکړې له ناورین سره مخامخ دی.