اوکرايني پوځيانو په ځینو سيمو کې د خپلو پرمختګونو خبر ورکړی

په عکس کې ښکاري چې اوکرایني ځواکونه په دونڅیک کې د بلاهوداتني کلي پر یوې بمباري شوې ودانۍ خپل بیرغ رپوي.

اوکراین پرون یکشنبه وویل، چې پوځیان یې توانېدلي د دغه هېواد د جنوب ختیځ په درېیو کلیو کې پرمختګونه وکړي.

دا له کله چې اوکراین تېره اوونۍ تهاجمي عملیات پیل کړي، د سیمو د نیولو لومړنی راپور ګڼل کېږي.

د اوکراین ځواکونو داسې ویډیوګانې خپرې کړي، چې تایید شوي نه‌دي او سرتېري په‌کې ښکاري چې په دونڅیک کې د بلاهوداتني کلي پر یوه بمباري شوې ودانۍ د اوکراین بیرغ رپوي او په ګاونډي کلي نیسکوچني کې د خپلې قطعې له بیرغ سره عکسونه اخلي.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا مالیار بیا ویلي، په جنوب کې ماکاریفکا کلی هم نیول شوی دی.

د اوکراین د پوځ یوه ویاند والري شیرشین ویلي: "موږ د خپلو تهاجمي عملیاتو لومړنۍ نتیجې په سترګو وینو."

رویټرز خبري اژانس لیکلي، د جګړې د ډګر دغه راپورونه په خپلواک ډول نه‌شي تاییدولی.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د جمعې په ورځ ویلي وو، د اوکراین فشار دوام لري او نه‌دی توانېدلی چې د روسیې دفاعي کرښې ماتې کړي.