کرکټ؛ اسټرالیا د ټېسټ اتلولیو پایلوبه وګټله

د اسټراليا کرکټ لوبډله

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ اتلولیو په پایلوبه کې هندوستان ته د ۲۰۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د لوبې په پنځمه ورځ یې د اتلولۍ جام وګاټه.

دا د ټېسټ کرکټ د اتلولیو دویم پړاو دی او اسټرالیا په لومړي ځل اتلولي وګټله.

هندۍ لوبډلې په دواړو پړاوونو کې پایلوبې ته لار موندلې وه، خو لا یې اتلولي نه ده ګټلې.

دغه سیالي چې د جون میاشتې په ۷مه نېټه د انګلستان په اوول لوبغالي کې پیل شوې وه، هند د لوبې پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړه.

اسټرالیا په خپل لومړي وار کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۴۶۹ منډې کړې وې.

د دې لوبډلې لپاره ټريویس هېډ۱۶۳ او سټیف سمېت ۱۲۱ منډې کړې وې.

په هندي توپ اچونکو کې محمدسراج ۴ لوبغاړي سوځولي وو.

هند د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د اجینکیا ریحانې د ۸۹ منډو پر مټ ۲۹۶ منډې وکړې.

په دې پاڼۍ کې د اسټرالیا لوبډلمشر پاټ کمینس ۳ هندي لوبغاړي وسوځول.

اسټرالیا په دویم وار توپوهنې کې د ۸ ویکټو په سوځېدو ۲۷۰ منډې وکړې او خپله پاڼۍ یې نوره ونه غځوله.

په دې پاڼۍ کې الیکس کیري خپلې لوبډلې ته نیمه سلیزه ووهله او ناسوځېدلی پاتې شو.

هندۍ لوبډله چې له لومړي پړاو څخه هم د منډو له امله قرضداره پاتې وه د ۴۴۴ منډو هدف ورکړل شو.

یادې لوبډلې د لوبې له څلورمې ورځې خپله توپوهنه پیل کړه، د څلورمې ورځې تر پایه یې ۳ لوبغاړي وسوځېدل او بریا ته یې ۲۸۰ منډې پاتې وې، خو د لوبې په اخري ورځ د اسټرالیا توپ اچونکو وکړای شول چې ټوله هندۍ لوبډله په ۲۳۴ منډو وسوځوي.

په دې پاڼۍ کې اسټرالیا ته نتن لاین ۴ او سکاټ بولنډ ۳ لوبغاړي وسوځول.

د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه ټریویس هېډ وګټله.

اسټرالیا ته د دې پایلوبې په ګټلو سره ۱.۶ میلیونه امریکايي ډالر او هندوستان ته بیا ۸ لکه امریکايي ډالر د انعام په توګه ورکړل شول.

باید وویل شي، د ټېسټ اتلولیو دویم پړاو سیالۍ د ۹ هېوادونو ترمنځ په ۲۰۲۱ ز کال کې پیل شوې وې چې افغانستان، ایرلنډ او زمبابوې د دې اتلولیو په لوبو کې نه وو شامل.