طالبانو د امنیت شورا د یوې کمېټې تازه راپور یو اړخیز او نامتوازن وباله

د طالبانو بیرغ

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څار کمېټې تازه راپور یو اړخیز او نامتوازن وباله.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په هغه اعلامیه کې چې نن رسنیو ته لېږل شوې ویلي، د امنیت شورا د بندیزونو دوام او دا ډول راپورونه له تعصب ډک دي، چې د استقلال او د نه لاسوهنې له اصولو سره په ټکر کې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څار کمېټې په خپل نوي راپور کې ویلي، طالبان له القاعده او پاکستاني طالبانو سره پیاوړې اړیکې لري او تر څنګ یې ځینې نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واکمنۍ لاندې فعالیت او ازادي لري.

خو د طالبانو ویاند ویلي، د دوی حکومت ډاډ ورکوي، چې له افغانستانه به ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ ته هېڅ خطر نه وي او افغانستان چا ته اجازه نه ورکوي، چې له خاورې یې د نورو پر خلاف کار واخیستل شي.

د طالبانو ویاند د دوی د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو موجودیت هم رد کړی دی.