د ایران لخوا روسیې ته د بې پېلوټه الوتکو د ورکړې د عواقبو په اړه خبرداری

د عکس ښي لور ته د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او چپ لور ته د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون خپل ایراني سیال ابراهیم رییسي ته د ایران له خوا روسیې ته د بې پېلوټه الوتکو د ورکړې د عواقبو په اړه خبرداری ورکړ.

د مکرون دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې ټلیفوني مکالمه کې ایمانویل مکرون له ایرانه غوښتنه وکړه، خپل هغه ملاتړ سم د لاسه کم کړي، چې د اوکراین په وړاندې په جګړه کې یې روسیې ته برابروي.

د اعلامیې له مخې د فرانسې ولسمشر د ایران د اټومي پروګرام د مسیر په باب هم اندېښنه وښوده.

بریتانیا، فرانسه، جرمني، د امریکا متحد ایالتونه او اوکراین وايي روسیې ته په ایران کې د جوړو شویو بې پېلوټه الوتکو ورکول، د ایران د اټومي موافقې د تایید په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۵م کال له پرېکړه لیک سرغړونه ده.