د کاناډا صدراعظم له اوکراین سره د نورو پوځي مرستو ژمنه کړې

د کاناډا صدراعظم جسټین ترودو په کییف د وینا پر مهال

د کاناډا صدراعظم جسټین ترودو پرون په نااعلان شوي سفر کییف ته د سفر پر مهال له کییف سره د نورو پوځي مرستو ژمنه وکړه.

ترودو د اوکراین په جنوب کې د روسیې تر ولکې لاندې د کاخوفکا په نوم د اوبو د بند ویجاړېدل وغندل.

اوکراین د دې بند په ویجاړۍ کې روسیه په لاس لرلو تورن کړی، خو مسکو دغه تور ردوي.

د کاناډا صدراعظم له اوکراین سره د ۳۷۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې د نوې بستې اعلان وکړ او ویې ویل چې کاناډا به هم د F-16 ډوله جنګي جټ الوتکو د کارونې لپاره د اوکرایني پیلوټانو د روزنې په پروګرام کې برخه واخلي.

جسټین ترودو وویل، کاناډا به د اوکراین پوځ ته د هوايي مدافع ۲۸۷ نور میزاییل او لس زره ۱۵۵ ملي مټري توغندي هم ورکړي.

د کاناډا صدراعظم وویل، د اوکراین وګړي کولی شي پر کاناډا حساب وکړي، چې خپل سیاسي، مالي، بشري او پوځي ملاتړ ته به د اړتیا تر وخته دوام ورکړي.