روسیه کې د موسیقۍ غږوونکی او پخوانی امریکايي پراشوټباز نیول شوی

ارشیف

د امریکا یو وګړی، چې د موسیقۍ الو غږوونکی او پخوانی پراشوټباز دی، په روسیه کې د مخدره موادو د قاچاق د تنظیم په تور نیول شوی دی.

د مسکو یوې محکمې نن یکشنبه وویل، د مسکو د خاموفنیکي ولسوالۍ محکمې د امریکا د دې وګړي په وړاندې قانوني اقدام کړی او د اګست میاشتې تر شپږمې به په توقیف کې وي.

دغې محکمې په ټلګرام کې لیکلي، د امریکا پر دغه پخواني پراشوټباز او د موسیقۍ غږوونکي د مخدره موادو د کاروبار او د ځوانانو د ښکېلولو تور پورې شوی دی.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې دغه راپورونه په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس لیکلي، که دغه کس مجرم وپېژندل شي، ممکن په څه باندې ۱۲ کلن بند محکوم شي.

رویټرز اژانس زیاتوي، د امریکا د بهرنیو چارو په دې باب د دوی پوښتنې ځواب نه کړې.