زیلینسکي: د اوکراين تهاجمي او دفاعي عمليات د اجرا په حال کې دي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر وايي، د دغه هېواد تهاجمي او دفاعي پوځي عملیات د اجرا په حال کې دي.

د رویټرز خبري اژانس په لیکنه، ولودمیر زیلینسکي پرون شنبه له خبریالانو سره په خبرو کې په دې باب نور جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل، دا نه شي په ډاګه کولی چې دغه تهاجمي او دفاعي عملیات په کوم پړاو کې دي.

کله چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د تېرې جمعې د څرګندونو په اړه له زیلینسکي پوښتنه وشوه، چې ویلي یې وو، د اوکراین ځواکونو خپل هغه عملیات پیل کړي، چې ډېره ستاینه یې کوي.

ولودمیر زیلینسکي خپل اوږې او وروزې پورته وخوځولې.

مسکو د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین خپل تهاجم پیل کړی چې لا هم روان دی.

کییف په وروستیو کې ویلي وو، چې د روسي ځواکونو پر خلاف به خپل تهاجمي پوځي عملیات پیلوي.