شولڅ: د عادلانه سولې لپاره یو شرط له اوکراینه د روسي پوځیانو وتل دي

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ ویلي، په پام کې لري، ډېر ژر د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره تماس ونیسي او خبرې ورسره وکړي.

شولڅ ویلي، چې ده تېر ځل د روسیې له ولسمشر سره ۱۵ میاشتې مخکې وروسته له هغې خبرې وکړې چې ده پر اوکراین د یرغل امر وکړ.

د جرمني صدراعظم پرون شنبه وویل، دی به ډېر ژر بیا له پوتین سره خبرې وکړي او ورنه وبه غواړي چې د عادلانه سولې لپاره یو شرط دا دی چې روسیه پوځیان له اوکراین وباسي.

روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین یرغل پیل کړ، چې لا هم دوام لري او په وروستیو کې د اوکراین په ځینو برخو کې د جګړو شدت بیا زیات شوی دی.