د کولمبیا په امازون ځنګلونو کې هغه څلور ماشومان چې ۴۰ ورځې ورک وو، ژوندي موندل شوي او پرون شنبه د کولمبیا پلازمېنې بوګوتا ته ولېږدول شول.
ياد ماشومان د یوې وړې الوتکې تر سقوط وروسته ژوندي پاتې وو، د پوځ په الوتکه کې روغتون ته انتقال شوي دي.
د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پټرو له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دا یوه جادويي ورځ ده.
څلوېښت ورځې مخکې د یوې الوتکې پیلوټ له یوې ځنګلي سیمې تر الوتنې وروسته د انجن د خرابۍ راپور ورکړ.
د الوتکې د سقوط په ساحه کې د پیلوټ، د دغو ماشومانو د مور او یوه بل کس مړي وموندل شول.
ځینو چارواکو ویلي، چې په الوتکه کې ناست کسان د یوې وسلهوالې ډلې له خطره د تېښتې په حال کې وو.
تر پېښې وروسته ۱۶۰ سرتېري او ۷۰ نور ځايي کسان د پلټنې په عملیاتو کې دخیل وو.