د ترکیې د توغندیو جوړېدو فابریکه کې چاودنې ۵ کارګر وژلي

ارشیف

د ترکیې دفاع وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې په پلازمېنه انقره کې د توغندیو د جوړېدو په فابریکه کې چاودنې پنځه کارګر وژلي دي.

دا چاودنه نن د 'ایم کې اي' توغندیو او چاودېدونکو موادو په فابریکه کې وشوه.

ياده فابریکه له انقرې څخه شاوخوا څلوېښت کیلومتره لرې ده.

د انقرې والي واسیپ ساهین خبریالانو ته وویل، د ژغورنې هڅو ته اړتیا نه‌‌شته ځکه چې نه څوک ایسار شوي او نه هم څوک ټپي شوي چې روغتون ته انتقال شي.