د افغانستان کرکټ ملي لوبډله بنګله‌دېش ته رسېدلې

افغان کرکټ لوبډله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره بنګله‌دېش ته رسېدلې ده.

افغان کرکټ بورډ ویلي چې لوبډله یې نن شنبه د جون ۱۰مه یاد هېواد ته ورسېده.

ټاکل شوې چې افغانستان او بنګله‌دېش د جون په ۱۴مه نېټه خپله یوازېنۍ ټېسټ سیالي پيل کړي چې د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې به دوام وکړي.

افغان کرکټ ادارې د یو شمېر پخوانیو او ځوانو لوبغاړو په ګډون دې ټېسټ سیالۍ ته ۱۵کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

د ویلو ده چې دواړه هېوادونه به په جولای میاشت کې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم ولوبوي.