فوټبال؛ نن د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه ترسره کېږي

د مانچسټرسیټي د یوې مخکینۍ لوبې انځور

د اروپا فوټبال د اتلانو لیګ پایلوبه نن د مانچسټرسیټي او اینټرمیلان لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

دغه سیالي به د کابل پر وخت د شپې ناوخته د ترکیې د اتاترک د فوټبال په لوبغالي کې ترسره شي.

مانچسټرسيټي د انګلستان او اینټرمیلان د ایټالیا د فوټبال مخکښ کلبونه دي.

د ویلو ده چې په دواړو کلبونو کې د فوټبال یو شمېر نوموتي لوبغاړي لوبېږي.