رينا اميري د افغانستان په اړه د بشري حقونو له مدافعانو سره خبرې کړي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوه تازه راپور په اړه یې د بخښنې د نړیوال سازمان او د بشري حقونو د مدافعانو د ډلې له چارواکو سره خبرې کړي.

مېرمن امیري بېګا ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو د ناوړه وضعیت په اړه د حساب کتاب او د هغوی ژوند ته د رڼا د راوستلو د هڅو لپاره د دې دوو بنسټونو مننه کړې.

د ښځو پرضد د طالبانو د جګړې په نوم د بخښنې د نړیوال سازمان او د بشري حقونو د مدافعانو د ډلې راپور د تېرې مې میاشتې په ۶مه نېټه خپور شو.

په دې راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه دې د بشریت پرضد د جنایاتو په توګه وڅېړل شي.