بریتانیا د افغانستان لپاره په خپل سفارت کې نوی شارژدافېر وګوماره

د بریتانیا بیرغ

بریتانیا د افغانستان لپاره په خپل سفارت کې نوی شارژدافېر وګوماره.

د بریتانیايي رسنیو د راپورونو له مخې رابرت ډیکسن به په راروانه جولای میاشت کې په قطر کې خپل ماموریت پیل کړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته بریتانیا او یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادو د افغانستان لپاره خپلې ډیپلوماتیکې استازولۍ دوحې ته ولېږدولې.

ډیکسن له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په کابل کې د بریتانیا د سفارت د شارژدافېر او مرستیال سفیر پر دندو کار کړی.

نوموړی له ۳۴ کلونو راهیسې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت کې دنده لري او مخکې یې په بنګله‌دېش، بالکان، متحدوایالتونو او فلیپین کې هم کار کړی.