امريکا پر يو شمېر چينايي شرکتونو بنديزونه لګولي

د امریکا بیرغ

متحدوایالتونو په چین کې د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو پر ناین سټار او یو بل کیمیاوي شرکت د وارداتو بندیزونه لګولي دي.

ناین سټار چې ادعا کوي د نړۍ په کچه د لیزرې پرنټرونو څلورم لوی تولیدوونکی شرکت دی، له شینګ جانګ ژونګتای شرکت سره یو ځای د اویغور مسلمانانو او نورو ډلو پر وړاندې د بشري سرغړونو له وجې د امریکا د بندیزونو په فهرست کې راغلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د متحدوایالتونو د کورني امنیت وزارت پرون د جون نهمه وویل چې متحدایالتونو ته د دې شرکتونو واردات له دې وروسته ممنوع دي.

دې دوو شرکتونو تر اوسه د امریکا د اقدام په اړه څه نه‌دي ویلي.