داعش په بدخشان کې د فاتحې پر مراسمو د بريد مسوولیت ومانه

په بدخشان کې د فاتحې پر مراسمو د برید ټپیان روغتون ته لېږدول کېږي. June 8, 2023

په بدخشان کې د فاتحې پر مراسمو د بريد مسوولیت داعش وسله والې ډلې ومانه.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، داعش نن جمعه په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا چادونه دوی کړې ده.

د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدی د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي وو، په دې چادونه کې د بغلان ولایت پخوانی امنيه قومندان صفي الله صمیم وژل شوی دی.

د راپورنو پر بنسټ، په ياده چادونه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان وو.

د داعش وسله والې ډلې خراسان څانګې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د جون میاشتي د شپږمې چاودنې مسوولیت هم منلی و.

په هغې چادونه کې د بدخشان لپاره د طالبانو سرپرست والي نثار احمد احمدي وژل شوی و.