کورنی کرکټ؛ د درې ورځنیو سیالیو په ترڅ کې دوه نورې سیالۍ پیل شوې

په ننګرهار کې د کورني کرکټ د روانو سیالیو یو انځور

د افغانستان کورني کرکټ په چوکاټ کې د میرویس نیکه په نوم د پیل شویو درې ورځنیو سیالیو په دوام نن شنبه د سپین غر ـ بند امیر او بوست ـ امو لوبډلو ترمنځ لوبې پیل شوي دي.

دغه سیالۍ د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان او شهید نجیب تره‌کي په لوبغالو کې جریان لري.

بوست لوبډلې د خپلې توپوهنې پاڼۍ ترسره کړې ده او ټولټال یې ۱۵۹ منډې کړې دي.

اوسمهال امو لوبډله توپوهنه کوي.

د سپین غر پر وړاندې بیا د بند امیر لوبډلې ښه توپوهنه پیل کړې ده چې، تر دې دمه یې تر ۳۰۰ زیاتې منډې کړې دي.

دغه سیالۍ به دوه نورې ورځې هم دوام لري.