تاجکستان د پخوانيو پوځيانو په ګډون لسګونه افغانان نيولي

د افغانستان او تاجکستان یوه سرحدي څنډه

په تاجکستان کې یو شمېر دولتي سرچینې وايي، د افغانستان د پخوانیو پوځیانو په ګډون په لسګونه افغانان د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې د راپور له مخې دغه افغانان د افغانستان پولې ته څېرمه د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین ولسوالۍ کې تېره اوونۍ د تصفیې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

د تاجکستان چارواکو په رسمي ډول تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې ته ځینو سرچینو پرون پنجشنبه دغه راپور تایید کړی او ویلي یې له ځینو توقیف شویو سره وسلې هم نیول شوي او دوی پلازمېنې دوشنبې ته لېږدول شوي دي.

دا له معلومه نه ده چې دقیقاً څو کسان نیول شوي دي.