محکمې د قتل په یوه دوسیه کې د عمران خان ضمانت ومانه

د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې عالي محکمې پرون د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکیني صدراعظم عمران خان ضمانت د قتل په یوه دوسیه کې ومانه.

د عمران خان مدافع وکیل وویل چې دا په دې معنا ده چې په راتلونکو څوارلس ورځو کې د دې قضیې په تړاو څوک عمران خان نه شي نیولی.

عمران خان د مې په نهمه د درېیو ورځو په مخه توقیف شو چې له امله یې په پاکستان کې پراخې خونړۍ مظاهرې وشوې.

پر ده په لسګونه تورونه لګېدلي دي.

عمران خان په ۲۰۱۸م کال کې د پاکستان صدراعظم شو او پروسږ کال پارلمان د عدم اعتماد رایه ورکړه.

ده یو شمېر پوځي چارواکي تورن کړي چې دی یې له واکه لرې کړی او د ده د وژلو هڅې یې کړې دي.

پوځ دا تورونه بې بنسټه بللي دي.