هيدر بار: ملګري ملتونه په افغانستان کې له سترو ستونزو سره مخامخ دي

د بشري حقونو د څار سازمان مرستیاله هیدر بار

د بشري حقونو د څار سازمان مرستیاله هیدر بار وايي، ملګري ملتونه په افغانستان کې له سترو ستونزو سره مخامخ دي.

اغلې بار، دا خبره په یوه ټویټ کې، چې پرون یې خپور کړ، کړې ده.

دې زیاته کړې، د ملګرو ملتونو ادارو د ښځو پر کار د بندیز په شمول د طالبانو د غوښتنو په وړاندې نااصولي امتیازونو ته د غاړې اېښودو په خاطر اوس خپل پروګرامونه د هغوی له لا ډېرو حملو سره مخامخ کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان مرستیالې ملګروملتو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو د غلي کولو لپاره د نااصولي اقداماتو منل، دې نړیوال سازمان ته ګټه نه‌شي رسولی.

دې دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونېسف پرون وویل چې ممکن د طالبانو حکومت ناحکومتي موسسې په کلیوالي ښوونځیو کې افغان ماشومانو ته له زده‌کړو منع کړي.