طالبانو د کوکنارو د کښت مخنیوي په خاطر له کروندګرو سره د مرستې غوښتنه وکړه

ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د طالبانو حکومت د کوکنار د کښت د مخنیوي په خاطر له زیانمن شویو افغان کروندګرو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پرون پنجشنبې د ترکیې انادولو خبري اژانس ته وویل، د دوی حکومت د اقتصادي ستونزو له کبله په هغو سیمو کې چې د کوکنارو مخه نیول شوې، لویې پروژې اجرا کولی نه‌شي، نو له نړیوالې ټولنې غواړي چې له کروندګرو سره د مرستې لپاره د متبادلو کارونو په برخه کې مرسته وکړي.

د یوې بریتانیايي موسسې د سروې پر اساس، سږ کال په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو لږ کوکنار کرل شوي دي.

السیس موسسې ویلي چې د سپوږمکۍ په وسیله اخیستو تصویرونو ورته څرګنده کړې، تر هغه څه چې اټکل یې کاوه د کوکنارو د کښت مخه زیاته نیول شوې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، د کوکنار او تریاکو په تولید کې د پام وړ کمښت په برخه کې د طالبانو د تګ‌لارو په اړه راپورونه د اعتبار وړ او مهم دي.

هغه پر خپل تویټر لیکلي: "هغه راپورونه چې وايي طالبانو داسې تګ‌لارې پلي کړي چې سږ کال یې د کوکنار او تاریاکو په تولید کې د پام وړ کمښت راوړی، د اعتبار وړ او مهم دي. هر هېواد په سیمه او نړۍ کې، له مخدرو موادو پاک افغانستان کې ګډې ګټې لري."

د وېسټ يادو څرګندونو غبرګونونه هم درلودل.