اوتنبایوا: طالبان دې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز پای ته ورسوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا له طالبانو څخه وغوښتل چې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز پای ته ورسوي.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس وايي، اوتنبایوا پرون پنجشنبې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت له مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر سره په کتنه کې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز ته په اشارې وویل چې دې ستونزې ته باید مناسبه حل‌لار ولټول شي.

د باختر اژانس د معلوماتو پر اساس، د طالبانو د امربالمعروف وزارت مسلکي مرستیال د اغلې اوتنبایوا د غوښتنې په ځواب کې وویل، د خپل هېواد د کلتور او قوانینو په رڼا کې هڅه کوي چې اسانتیاوې رامنځته کړي.

یوناما د طالبانو د امربالمعروف وزارت له چارواکي سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د خبرو په اړه څه نه‌دي ویلي.