د ايران ولسمشر د لاتيني امريکا يو شمېر هېوادونو ته سفر کوي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به راتلونکې اوونۍ له کیوبا، نیکاراګوا او وینزویلا څخه کتنه ترسره کړي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، د رییسي سفر د لاتیني امریکا دغو هېوادونو ته د هغوی د ولسمشرانو په بلنه ترسره کېږي.

د راپور له مخې ټاکل شوې چې، د رییسي په دې سفر کې به چې نوموړی یې په نیت د جون په ۱۱مه له تهرانه روانېږي، د ایران او د دغو درېیو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي، سیاسي او علمي برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا سندونه هم لاسلیک شي.

د سیمې درې واړه هېوادونه چې کین اړخي رژیمونه یې له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دي، د ایران نږدې متحدین بلل کېږي.

ایران او وینزویلا د اوپیک یا د تېلو د تولید او صادراتو د سازمان غړي دي.