امیري: د طالبانو د سیستماتیک فشار عادي بلل به د ښځو حقونه خطر سره مخ کړي

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، هغوی چې په ضمني توګه په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې سیستماتیک فشار عادي ګڼي، یوه خطرناکه سابقه جوړوي چې په هر ځای کې به د ښځو حقونه له خطر سره مخامخ کړي.

مېرمن امیري دغه څرګندونې تېره شپه ناوخته په یوه ټویټ کې کړې او ویلې یې دي چې خوښه ده چې د ښځو د حقونو ملاتړې شبکې ته یې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه څرګندونې کړي دي.

د دولتونو، سیمه ییز او نړیوالو سازمانونو جوړه دغه نړیواله شبکه له مدني ټولنې سره کار کوي ترڅو ښځې د سولې او امنیت په پروسو کې شاملې کړي.