د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير د روسيې تاتارستان جمهوريت ته تللی

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د یوه پلاوي په مشرۍ د روسیې تاتارستان جمهوریت ته تللی دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، ښاغلی ندیم به د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې د پوهنې د وزیرانو په یوه نړیوال فورم یا غونډه کې ګډون وکړي.

دغه فورم چې 'راتلونکې جوړونه' نوم ورکړل شوی، د جون په ۷مه پیل او د همدې میاشتې تر لسمې نېټې دوام کوي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر دغه سفر داسې مهال کوي چې پر نوموړي انتقادونه کېږي چې په افغانستان کې یې لوړو زده‌کړو ته د نجونو د لاسرسي مخه نیولې ده.

د نړۍ مشرانو په وار وار له طالبانو غوښتي چې نجونو او ښځو ته د کار او تعلیم حق ورکړي، خو تر اوسه دې برخه کې کوم پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

د تېرې مې میاشتې په ۱۷مه د طالبانو د سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ یو پلاوی په یوه اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه د تاتارستان پلازمېنې کازان ته تللی و.