وېسټ: سیمه او نړۍ له نشه‌یي توکو په پاک افغانستان کې ګډې ګټې لري

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ چې د بریتانیا او متحده عربي امارتو په سفر وتلی، د کوکنارو د مخنیوي په برخه کې د طالبانو تګلارې 'معتبرې او مهمې' بللي دي.

وېسټ پرون ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د سیمې او نړۍ هېوادونه له نشه‌یي توکو په پاک افغانستان کې ګډې ګټې لري.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده تېر کال د یوه فرمان له مخې د کوکنارو او نورو نشه‌یي بوټو کرل منعه اعلان کړل.

د راپورونو له مخې په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې له دې بندیز سره سره یو شمېر بزګرو کوکنار کرلي او لامل یې هم دوی ته د بدیل کښت نه ورکول یاد کړي دي.

له نشه‌یي توکو او جرمونو سره د ملګروملتونو ادارې سږ کال پسرلي کې وویل، ۲۰۲۲ کال کې هم په افغانستان کې په پر پراخو ځمکو کوکنار کرل شوي وو، خو طالبانو هغه مهال د ملګرو ملتونو راپور رد کړ.