ډبلیو ایف پي: په افغانستان کې خوراکي توکي له وېش مخکې څېړل کېږي

ارشیف: په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د مرسته شویو توکو بار موټرې چې اړمنو ته د وېش په خاطر لېږدل کېږي

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډيلیو ایف پي' وایي، له هغو کسانو سره چې په افغانستان او د نړۍ په نورو ځایونو کې د خوړو مرسته کوي، هغوی ته خوندي خواړه رسول یې د پروګرام اساسي جز دی.

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې دا خبره نن د جون د اوومې د خوړو د خوندیتوب د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې کړې ده.

د دې پروګرام چارواکي وایي، کابل ته د خوراکي موادو له رسېدو سره سم هغه څېړل کېږي تر څو دا ډاډ ترلاسه شي چې زیانمن شوي او خراب شوي نه وي او وروسته د وېش لپاره په ځانګړو ګدامونو کې زېرمه کېږي.

چارواکو ویلي، د خوړو له خوندیتوب پرته د خوړو خوندیتوب ناممکن دی.

په عین حال کې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې په اوس وخت کې په افغانستان کې تر ۱۵ میلیونو زیات وګړي د خوړو له پلوه له نه خوندیتوب سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو ویلي، روان ۲۰۲۳م کال به په افغانستان کې نږدې ۲۹ ميلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.