انټوني بلېنکن عربستان ته رسېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون سعودي عربستان ته ورسېد او تمه ده چې نن به له جګ‌پوړو سعودي چارواکو سره وګوري.

د انټوني بلېنکن د سفر هدف دا دی چې د واشنګټن او ریاض ترمنځ د ایران، سیمه‌يیزو امنیتي مسایلو او د تېلو د بیو پر سر له څو کلونو راهیسې ترینګلي شوي اړیکې بیا ورغوي.

بلېنکن به د ولیعهد محمد بن سلمان په ګډون چې د سعودي عربستان اصلي واکمن بلل کېږي د سعودي عربستان له چارواکو سره وګوري.

بلېنکن دویم امریکايي چارواکی دی چې په یوه میاشت کې سعودي عربستان ته سفر کوي.

له دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جګ سولیوان د مې میاشتې په لومړیو کې دې هېواد ته سفر کړی و.

بلېنکن به سبا پنجشنبې خپل سفر پای ته ورسوي.