د امریکا، جاپان او فیلیپین سرحدي کښتیو د چین سمندرګي ته څېرمه تمرینات کړي

ارشیف: د امریکا او فیلیپین د سرحدي کښتیو د ګډو تمریناتو یو انځور

د امریکا متحدو ایالتونو، جاپان او فیلیپین د سرحدي ساتنې کښتیو پرون سې شنبه د چین لانجمن سمندرګي ته څېرمه په اوبو کې د قانون د تنفیذ تمرینات وکړل.

واشنګټن په اسیا کې داسې وخت د متحدانو د پیاوړتیا هڅه کوي، چې د اسوشېټېډ پرېس اژانس په لیکنه، له عمده حریف چین سره یې کړکېچ په زیاتېدو دی.

د امریکا ساحلي ساتونکو خپله تر ټولو لویه جنګي کښتۍ د جون له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې په سیمه کې ځای پر ځای کړې چې د واشنګټن تر ټولو لوی متحد هېواد فیلیپین یې کوربه دی.

د امریکا ساحلي ساتونکو ویلي دغې کښتۍ یې مخکې هم په تمریناتو کې برخه اخیستې چې د قانون د تنفیذ، پلټنې او ژغورنې په برخه کې خپلې تجربې د تمریناتو له نورو ګډونوالو سره شریکې کړي.

جاپان هم د ساحي ساتونکو لویه کښتۍ په کار اچولې، چې د فیلیپین د ساحلي ساتونکو څلور جنګۍ کښتۍ ورسره ملګري شوي دي.