په عربستان کې د ایران سفارت بېرته پرانیستل شو

په ریاض کې د ایران سفارت

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې نن د ایران سفارت بېرته پرانیستل شو.

دا خبر د سعودي رسنیو ورکړی دی.

په ریاض کې د ایران سفارت څو میاشتې وروسته له هغې پرانستل کېږي چې دغو دواړو سیمه ییزو سیالانو د چین په منځګړیتوب د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو د بېرته ټینګېدو په اړه موافقه وکړه.

ایران او سعودي عربستان له څو کلونو تربګنۍ وروسته چې په منځني ختیځ کې یې ثبات له خطر سره مخ کړی او د یمن، سوریې او لبنان په ګډون یې سیمه ییزو شخړو ته لمن وهلې وه، په تېره مارچ میاشت کې په خپلو دوه اړخیزې اړیکې بېرته ټینګې کړې.

د اړیکو د ټینګېدو موافقه اوه کاله وروسته له هغې وشوه چې سعودي عربستان د ایران په پلازمېنه تهران کې پر خپل سفارت له برید وروسته له دې هېواد سره اړیکې پرې کړې وې.

په تهران کې د سعودي پرسفارت معترضینو دغه برید د ریاض له خوا د یوه شیعه ملا د اعدام په غبرګون کې کړی و.