ایران په کور دننه لومړنی جوړ شوی بالسټیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ

ایراني چارواکو ویلي چې د فتاح په نوم دغه هایپرسونیک توغندی له هر ډول دفاعي چتر څخه تېرېږي، خو د دغې ادعا په اړه شواهد نه‌دي وړاندې شوي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو نن سې‌شنبې په کور دننه جوړ شوی لومړنی داسې بالسټیک توغندی وښود، چې تر غږه چټک ځي.

د ایران دولتي رسنیو د دې هېواد د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د چارواکو له قوله ویلي چې د فتاح په نوم دغه هایپرسونیک توغندی له هر ډول دفاعي چتر څخه تېرېږي، خو د دغې ادعا په اړه شواهد نه‌دي وړاندې شوي.

د راپورونو له مخې د دغې نوي توغندي د ښودلو په مراسمو کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قومندانانو او د ایران ولسمشر ابراهیم رییسې چې نوم یې ده پخپله غوره کړی، ګډون کړی و.

رییسي وویل: "موږ نن داسې احساس کوو چې د حملو د مخنیوي لپاره یو ځواک رامنځته شوی دی."

د ایران د هوایي فضایي ځواکونو قومندان امیرعلي حاجي‌زاده ویلي، دغه نوی توغندی کولای شي چې په یوه ساعت کې پنځلس‌نیم زره کیلومتره واټن ووهي.

خو د لوېدیځ چارواکو ویلي چې ایران تل د خپلو نویو توغندیو په اړه مبالغه کوي.