د ماشومانو يوه ټولنه: افغانستان د ماشومانو د سرغړونو تر ټولو ډېر مستند موارد لري

ارشیف: د وزیر خان په نوم یو افغان د بې وزله او له زده کړو محرومو نجونو او هلکانو لپاره دغه ښوونځی جوړ کړی چې ودانۍ نه لري.

د 'تعلیم انتظار نه‌شي کولای' په نوم د ماشومانو د ملاتړ ټولنه وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د ماشومانو پر وړاندې د سرغړونو تر ټولو زیات مستند موارد لري.

د ملګرو ملتونو دې اړوندې موسسې، چې په بېړنیو حالاتو او اوږدمهالو کړکېچونو کې د ماشومانو د زده‌کړې لپاره بسپنه راټولوي په یو بیان کې ویلي، پر ماشومانو حملې باید سمدستي بندې شي.

دې ټولنې د نړۍ له مشرانو هم غوښتي چې د ماشوم د حق د کنوانسیون او د خوندي ښوونځيو د نړیوالې اعلامیې د سپارښتنو په اساس پر خپلو ژمنو عمل وکړي او نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو انډول امکانات برابر کړي.

دا اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له شپږم د پورته ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې بندې کړې دي.