د افغانستان د تکواندو ملي ټيم د ۱۴۴ هېوادونو تر منځ ۲۹م مقام خپل کړی

د افغانستان د تکواندو ملي ټيم

د افغانستان د تکواندو ملي ټيم د نړۍ د ۱۴۴ هېوادونو تر منځ ۲۹م مقام خپل کړی دی.

افغانستان د تکواندو د نړیوالو اتلولۍ لوبو څخه وروسته دې مقام ته رسېدلی.

د تکواندو نړیوالۍ سیالۍ د جنوبي کوریا په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د افغانستان د تکواندو اووه لوبغاړي دې لوبو ته چې په اذربایجان کې وشوې ورغلي وو، چې دغو افغان لوبغاړو د هانک کانګ، کولمبیا، اسراییل او مقدونیې په وړاندې خپلې لوبې وګټلې.

په مجموعي توګه افغانستان له دې لوبو ۱۱ امتیازونه وګټل او په نړیواله رده بندي کې مخته راغلل.

د افغانستان د تکواندو ملي ټيم له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲ پورې د نړۍ په لسو غوره ټیمونو کې وو ځکه د روح الله نیکپا په مټ د برنزو دوه مډالونه افغانستان ګټلي وو.

همدا راز د المپيک غواروي پړاو په سیالیو کې د نثار احمد بهاوي او د ګڼو نورو افغان لوبغاړو نړیوالو اتلولیو او مډالونو هم د افغانستان تکواندو په سیمه او نړۍ کې ډېره مخکې کړې وه.