له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل؛ د محرمانه اسنادو کتنې په اړه هوکړه شوې

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي، د دغې کمېټې غړي کولای شي له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکایي ځواکونو د وتلو اړوند محرمانه اسناد وګوري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د بهرنیو اړیکو د کمېټې جمهوري غوښتونکی مشر مایکل مککال د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن سره هوکړې ته رسېدلی چې د کمېټې هر غړی به دغه سند مشاهده کوي.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه ۵۱ غړي لري.

رویټرز د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند په حواله چې نوم یې نه‌دی اخیستل شوی لیکلي، د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال او د کمېټې یوه ډیموکرات غړي ګریګوري مکس دغه سند کتلی دی.

وړاندې د دغه ویاند په حواله راغلي چې د کمېټې نور غړي هم کولای شي په بهرنیو چارو وزارت کې دغه سند ولولي.

مککال له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه پر څېړنه بوخت دی.

جمهوري غوښتونکي نیوکه کوي چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو په تړاو چې پر مهال یې ۱۳ امریکایي سرتېري او لسګونه افغانان په یوه چاودنه کې ووژل شول، لا هم بشپړ راپور نه‌دی وړاندې شوی، خو ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو ننګه کړې ده.