د افغان کرکټ تر نولس کلونو د کم‌عمره ځوانانو د ظرفیت لوړونې کمپ پیل شو

د افغان کرکټ تر نولس کلونو د کم‌عمره ځوانانو لوبډله

افغان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې تر نولس کلونو د کم‌عمره ځوانانو ملي لوبډلې لپاره یې د ظرفیت لوړونې ترنامه لاندې تمریناتي کمپ پیل کړی دی.

کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ د جون په ۵مه په یوه خبر کې ویلي چې دغه کمپ یې په کندهار ولایت کې پيل کړی دی او ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

کرکټ بورډ لیکي: "په دغه کمپ کې د یادې لوبډلې ۲۸ تنه لوبغاړي ګډون لري چې د بېلابېلو روزونکو له‌خوا به د فزیکي تکړښت، توپوهنې، توپ اچونې، ډګر ساتنې او عمومي ظرفیت لوړونې په برخو کې له یادو لوبغاړو سره کار وشي."

د یادې ادارې په خبره چې تر دې کمپ وروسته به نولس کلنه ملي لوبډله د ایمرجېنګ ملي لوبډلې پر وړاندې ۴ یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کړي.

د دې تمریناتي کمپ موخه راتلونکي اسیاجام او نړیوال جام ته د ملي نولس کلنې ملي لوبډلې چمتووالی ښودل شوی دی.