په امریکا کې یوه الوتکه نسکوره شوې

ارشیف

د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکي وايي، چې د امریکا اف-۱۶ ډوله جېټ الوتکو یوه وړه الوتکه چې د واشنګټن ډي سي له هوايي حریم څخه یې سرغړونه کړې وه، تعقیب کړې ده.

دغه الوتکه وروسته د ورجینیا ایالت د جنوب لوېدیځ پر یوه غرنۍ سیمه نسکوره شوه.

دغه پېښه پر ځايي وخت پرون ماسپښین ۳ بجې شوې ده.

چارواکي وايي، چې د دوی جنګي جټ الوتکې د دې سسنا ډوله الوتکې د سقوط عامل نه وې.

د هوايي چلن فډرال ادارې ویلي، چې دغه الوتکه د تنِسي له یوه هوايي ډګره الوتې وه.

په همدې حال کې د واشنګټن ډي سي ځینو اوسېدونکو په ټویټر کې ویلي، چې دوی د یوې لویې چاودنې غږ اورېدلی او د پېښې ځای ته نږدې ځمکه او دېوالونه ولړزېدل.

له دې پېښې یوې باخبره سرچینې ویلي، چې ګومان کېږي دغه وړه الوتکه د اتومات پیلوټ له خوا کنټرولېدله او چارواکو ته یې ځواب نه دی ویلی.

سي این این تلوېزیوني شبکې د یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی راپور ورکړی، چې په دې الوتکه کې څلور کسان موجود وو.

د رویټرز خبري اژانس په لیکنه، دغه الوتکه له اوو تر ۱۲ پورې کسان لېږدولی شي.