'آی او ایم' له ۲۰۰ زياتو زيانمن شويو کورنيو سره مرستې کړي

ارشیف: پکتیا کې د تېر کال د زلزلې له کبله یوې کورنۍ ته د اوښتو زیانونو انځور

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا آی او ایم وايي، له دوه سوه زیاتو کورنیو سره یې نغدي مرسته کړې چې د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي کورونه ترمیم کړي.

آی او ایم پرون په یوه ټویټ کې وویل چې دوی په بلخ کې له ۲۲۹ کورنیو سره مرسته کړې ده.

د دې ټویټ په دوام، د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې، دوی ژمن دي چې په ټول افغانستان کې د ډېرو زیانمنو خلکو لپاره د سرپناه جوړولو په برخه کې مرستو ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې د کډوالۍ نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې د باران موسم له پیل سره به د افغانستان په ډېرو سیمو کې سیلابونه او د ځمکې ښویېدنې پېښې رامنځته شي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې طبیعي پېښو یو شمېر کسان وژلي او بې کوره کړي دي.