هند کې د اورګاډو د ټکر له امله د شوې پېښې په اړه د پلټنو حکم شوی

په هند کې چارواکي وايي، د اوډیشا ایالت په بالاسوري ولسوالۍ کې د اورګاډي د درېیو ټکر له امله د مړو شمېر ۲۸۸ تنو ته رسېدلی دی.

په هند کې چارواکي وايي، د اوډیشا ایالت په بالاسوري ولسوالۍ کې د اورګاډي د درېیو ټکر له امله د مړو شمېر ۲۸۸ تنو ته رسېدلی دی.

دا پېښه چې د جمعې په ورځ وشوه شاوخوا ۱۰۰۰ تنه په‌کې ټپیان شوي هم دي.

دا په هند کې په تېرو دوو لسیزو کې د اورګاډي تر ټولو خونړی ټکر دی.

د هند صدراعظم نريندرا مودي د پېښې له ځايه ليدنه وکړه او له يو شمېر ټپيانو سره يې خواخوږي څرګنده کړه.

مودي ځايي خبریالانو ته وویل: "دا پېښه د حکومت لپاره ډېره جدي پېښه ده. د پلټنې واضح حکم صادر شوی او څوک چې مجرم وپېژندل شي تر ټولو سخته سزا به ورکړل شي."

د هند د اوډیشا ایالت یوه چارواکي ویلي چې په دې پېښه کې شاوخوا ۹۰۰ ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د چارواکو په وینا، احتمال شته چې د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې په هند کې د اورګاډي د ټکر د قربانیانو له کورنیو او ټپیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.