ايران له عربستان، هند، پاکستان او د خلیج درېیو هېوادونو سره ګډ ايتلاف جوړوي

د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان شهرام ایراني

د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان نن وویل، هېواد به یې له سعودي عربستان، هند، پاکستان او د خلیج له درېیو نورو هېوادونو سره د سمندري ځواکونو ګډ ایتلاف جوړ کړي.

قوماندان شهرام ایراني وویل چې د سیمې هېوادونه پوه شوي چې له یوه بل سره همکاري په سیمه کې د امنیت سبب کېږي.

ایران په وروستیو کې د فارس خلیج له نورو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کېدو هڅې پيل کړي او په مارچ کې یې له سعودي عربستان سره وروسته له اووه کلونو دښمنۍ د چین په منځګړیتوب روابط عادي کړل.