د اروپايي شورا مشر: اروپايي ټولنه د طالبانو حکومت په رسميت نه‌پېژني

د اروپایي شورا مشر چارلس میچل

د اروپایي شورا مشر د اروپا او منځنۍ اسیا په سرمشریزه کې وویل، اروپایي ټولنه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌پېژني.

چارلس میچل دا خبره پرون د قرغزستان په چوپان عطا ښارګوټي کې د دې سرمشریزې پرمهال وکړه.

ده ټینګار وکړ چې طالبان باید د ښځو حقونه ورکړي.

میچل زیاته کړه چې اروپایي ټولنه په فعالانه ډول هڅې کوي چې دا ډاډ ترلاسه کړي څو افغانستان له نړیوالو ژمنو سره سم خپل کارونه ترسره کړي.

د اروپایي شورا مشر په ورته وخت کې دا خبره وکړه چې اروپایي ټولنه له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکوي.

په دې غونډه کې د اروپایي ټولنې د استازیو ترڅنګ د قزاقستان، تاجکستان او اوزبکستان ولسمشرانو او د ترکمنستان د ولسمشر په استازیتوب د دغه هېواد یوه پلاوي برخه واخیسته.