ثناالله: د طالبانو حکومت له ډیورنډ کرښې پاکستاني طالبان لرې او نورو سیمو ته لېږدوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌الله

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌الله وايي، د طالبانو حکومت دوی ته ویلي چې له ډیورنډ کرښې به پاکستاني طالبان ليرې او د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدوي.

رانا ثنا‌الله دا خبره د امریکا غږ اردو څانګې سره خپله نوې مرکه کې کړې.

هغه زیاته کړې، د طالبانو حکومت ورته له ډ‌یورنډ کرښې د افغانستان نورو سیمو ته د پاکستاني طالبانو د لېرې لېږلو خبره دوه میاشتې وړاندې کړې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې دوی له طالبانو له دې امله ګیله‌من دي چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال له افغانستان راځي او په پاکستان کې یې نا امني جوړه کړې ده.

د رانا ثناالله په خبره، پاکستان د دې وضعیت تور د طالبانو په حکومت نه پورې کوي، خو دا یې کمزوري بولي.

طالبانو لا تر اوسه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د نویو څرګندونو په اړه څه‌ نه‌دي ویلي، خو وړاندې یې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون او فعالیت رد کړی و.