د افغانستان ختیځ کې د پولیو څلورمه پېښه هم ثبت شوه

د جلال اباد په ښار کې ښځینه واکسیناتورانې د واکسین د کمپاین پر مهال. May 15, 2023

په افغانستان کې پرون پنجشنبې د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوه، چې دا په روان میلادي کال کې د ګوزڼ یا پولیو څلورمه پېښه ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، څلورمه پېښه د یوه څلور کلن ماشوم ده.

د ملګرو ملتونو یونېسف ادارې د پولیو برخې د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه د پوليو د تازه پېښې ثبتېدل تاييد کړي.

د سږ کال درې نورې پېښې هم په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ثبت شوي دي.

کابو دوې میاشتې پخوا د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پولیو د مخنیوي په هدف تر پنځو کلونو کشرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شو.

پولیو یا ګوزڼ هغه ناروغي ده چې له افغانستان او پاکستان پرته د نړۍ په نورو هېوادونو کې محوه شوې ده.

سږ کال د خیبرپښتونخوا په هنګو کې هم د پولیو یوه پېښه ثبت شوې ده.