د ايران ځانګړي استازي له طالبانو سره د اوبو پر حقابې خبرې کړي

د هلمند سیند

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وايي، ځانګړي استازي یې له طالبانو سره د اوبو د حق په اړه ښې خبرې کړي دي.

عبداللهیان، په یوه ویډیو کې چې تازه ایرانیو رسنیو خپره کړې، د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کتنې ته په اشاره وايي، چې ښې نتیجې ترلاسه کوي او وروسته له دې چې د خبرو بعدونه څرګند شي، له نتیجو څخه به یې خلک خبر کړي.

د ایران د باندنیو چارو وزیر د قمي په قول ویلي، له طالبانو سره یې ښې خبرې کړي دي.

د ایران او طالبانو ترمنځ لفظي ناندرۍ وروسته له دې پیل شوې چې په وروستیو کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي سیستان او بلوچستان ولایت ته د سفر په مهال طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د هلمند سیند اوبه دغه ولایت ته پرېږدي او که دا کار په یوه میاشت کې ونه‌کړي، بیا دې ګیله نه‌کوي.

له دې خبرداري وروسته د دواړو خواو سرحدي ځواکونو د افغانستان د نیمروز د کنګ ولسوالۍ او د ایران زابل ولسوالۍ ترمنځ په پوله کې نښتې وکړې.