په ایران کې سږني اعدامونه د شمېر له نظره بې‌ساري بلل شوي

ارشیف

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې پرتله په ایران کې ۷۶ سلنه ډېر کسان اعدام شوي دي.

دغه سازمان، پرون پنجشنبې په دې اړه په خپل راپور کې سږني اعدامونه په ایران کې د شمېر له نظره بې‌ساري وبلل.

د ایران د بشري حقونو سازمان، چې په ناروې کې دېره دی، خبرداری ورکړ چې که نړیواله ټولنه په ایران کې د اعدامونو د زیاتېدا په وړاندې کلک غبرګون ونه ښيي، سلګونه نور انسانان به اعدام شي.

د دې سازمان د مالوماتو پر اساس، د سږ کال د جنورۍ له لومړۍ د مې میاشتې تر پایه ۳۰۷ تنه اعدام شوي چې د اکثرو تور د مخدرو موادو قاچاق بلل شوی دی.