په واکسیناتورانو د برید له امله یو پاکستانی پولیس وژل شوی

ارشیف

د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د پولیو واکسیناسیون پر کارکوونکو د برید په پایله کې یو پولیس وژل شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د پوځ د خبرپاڼې پر اساس ویلي چې پېښه پرون چهارشنبه په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې هغه مهال وشوه چې د واکسیناسیون پر یوه ټیم ډزې وشوې.

خبرپاڼه کې ویل شوي، ډزو کې هغه پولیس ووژل شو چې د واکسین د کارکوونکو امنیت ته ګمارل شوی و.

د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین پنځه ورځنی کمپاین د دوشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په ۱۲ ولسوالیو کې پیل شو.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي د برید مسوولیت منلی دی.

پولیو یوه ساري او وژونکې ناروغي ده چې ریښې یې یوازې پاکستان او افغانستان کې پاتې دي.