ډبيلو‌ ايچ‌ او: په تنباکو د روږدو کسانو نيمايي مري

ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وایي، تنباکو هغه ځانګړی بوټی دی چې پرې د خپلو روږدو کسانو نیمایي یې وژني.

'ډبلیو‌‌ ایچ‌' او دا خبره پرون چهارشنبې له تنباکوسره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې کړې او ویلې يې دي تنباکو په نړۍ کې یوه له هغو لویو وباو څخه ده چې عامه روغتیا ګواښي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د تنباکو له امله چې وبا یې د مخنیوي وړ ده، هر کال په نړۍ کې له اتو ميلیونو زیات کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت هم دا ورځ 'موږ خوړوته اړتیا لرو نه تنباکو ته' تر شعار لاندې ونمانځله.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان که څه هم په دې اړه چې په اوس وخت کې په افغانستان کې تر څه حده خلک د تنباکو محصولات کاروي او د مخنیوي لپاره یې وزارت څه تدابیر نیولې، څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې د عامې روغتیا د وزارت له لوري ځوانانو ته د تنباکو د زیان په اړه تل معلومات ورکړل شوي دي.